ads

امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د دوو چاودنو خبر ورکوي

امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار د کابل ښار ۷مې او ۱۲امنیتي حوزو په مربوطاتو کې دوه چاودنې وشوې چې لومړۍ چاودنه د پولیسو پر رنجر موټر شوې، څلورتنه سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او دوېیمه چاودنه تلفات نه لري.

شمس الرحمن شمس
1 لیندۍ 1399
امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د دوو چاودنو خبر ورکوي

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې نن سهار ۷ او ۱۵دقیقې د دولسمې امنیتې حوزې اړوند ارزان قیمت کې پر یو عراده رنجر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې له کبله یې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دوهمه چاودنه سهار ۸ بجې د اوومې ناحیې اړوند چهلستون سیمه کې پر یو عراده فورد موټر شوې چې تلفات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار په شمالي برخو کې د څو راکيټونو غږونه اورېدل شوي، امنيتي مسولين پېښه مني، خو د مرګ ژوبلې په تړاو يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

تر اوسه د یادو پېښو پړه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA