ads

په کندهار کې موټر سایکل بم چاودنې د ۲ تنو ژوند اخیستی

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل چې تېر ماخوستن ۷ بجې د درېیمې حوزې اړوند یو پوستې ته نږدې موټر سایکل بم چاودنه کړې چې له کبله یې ۲۲تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
30 لړم 1399
په کندهار کې موټر سایکل بم چاودنې د ۲ تنو ژوند اخیستی

د کندهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې خبر ورکوي

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل چې تېر ماخوستن ۷ بجې د درېیمې حوزې اړوند یو پوستې ته نږدې موټر سایکل بم چاودنه کړې چې له کبله یې ۲۲تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په خبره په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰تنه نور یې ټپیان دي.

دی زیاتيوي چې په ټپیانو کې د درېیمې حوزې مرستیال او بل پولیس شامل دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA