ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۵۲ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۱ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۵۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
30 لړم 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۵۲ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۶ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۷ زره او ۸۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۸زره ۶۱ په مکسیکو کې ۱۰۰زره او ۱۰۴ په هند کې ۱۳۲زره او ۱۶۲، په بریټانیا کې ۵۳ زره ۸۷۰، په ایران کې ۴۳ زره او ۴۱۷ او په پاکستان کې ۷۵۶۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA