دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۶ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۷ زره او ۸۷۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۸زره ۶۱ په مکسیکو کې ۱۰۰زره او ۱۰۴ په هند کې ۱۳۲زره او ۱۶۲، په بریټانیا کې ۵۳ زره ۸۷۰، په ایران کې ۴۳ زره او ۴۱۷ او په پاکستان کې ۷۵۶۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

