ads

د مصالحې عالي شورا مشر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي دي.

شمس الرحمن شمس
30 لړم 1399
د مصالحې عالي شورا مشر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی

ډاکټر عبدالله عبدالله پرون پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، د ترکیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره یې پر افغان سوله خبرې کړي دي.

سرچېنه زیاتوي چې د ترکیې د بهرنیو چاور وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او  پر یو بشري اوربند یې ټینګار کړی.

د مصالحې عالي شورا وایي د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ جلبولو په هدف ترکیې هېواد ته سفر کړی او همدارنګه تر دې وړاندې یې پاکستان، ایران او هندوستان ته هم ورته سفرونه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA