ads

دکورونا ۱۸۶ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۱۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۳۶۳تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
30 لړم 1399
دکورونا ۱۸۶ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزرات څخه د جمعې ورځ په خپرو شوو شمېرو کې لیدل کېږي چې، په یاده موده کې له دې وبا څخه۱۳ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۶۶۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۳۷۰ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA