ads

امنیتي چارواکي: د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې درې طالبان ټپیان شوي

د فاریاب امنیتي چارواکي د دې ولایت پر ګرزیوان ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د ډله ییز برید د ماتې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
30 لړم 1399
امنیتي چارواکي: د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې درې طالبان ټپیان شوي

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یوریش کلید ته وویل چې، تېره شپه ۹ بجې وسلوالو طالبانو د ګرزیوان ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو یاد بریدونه له ماتې سره مخ کړل او د درې طالبانو په ټپي کېدو سره یې یاده ډله په شا تمبولې.

یورش زیاتوي چې په دې نښته کې یو افغان سرتېری هم سطحي ټپي شوی چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډوړ دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA