ads

په دهراوود ولسوالۍ کې جګړو درانه زيانونه اړولي

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې شاخوا دوې میاشتې کېږي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

احسان الله ولسمل
29 لړم 1399
په دهراوود ولسوالۍ کې جګړو درانه زيانونه اړولي

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د روانې جګړې له امله درانه مالي او ځاني زيانونه ورته اوښتي دي خو دولت ورته تردامهاله هيڅ پاملرنه نه ده کړي.
دوی وايي روانو جګړو ورته زيات مالي زيانونه اړولي دي او حکومت دي ورسره مرستي وکړي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف دعملياتو غوښتنه هم کوي.
«زه يو ديني عالم يمه تاسو، ويني چې په دهراوود کې جګړه وه اخير جګړې زموږ کورونه دوکانونه او هرڅه له منځه يوړل.»
پر همدي وخت ولايتي چارواکي هم په یادې ولسوالۍ کې د بېځايه شوو کورنۍو پر حالت اندېښمن دی.
د والي وياند احمدشاه ساحل وايي، د ارزګان د هراوود او ګيزاب ولسوالۍ هغه زرګونه کورنۍ چې مرکز ترينکوټ راکډه شوي دي، هغوي ته يې مرستي رسولې دي، خو په خبره يې، پاتې کورنۍ چې دامهال په يادو ولسواليو کې مېشتې دي، حکومت ورته د مرستو رسولو لپاره ګډه کميټه جوړه کړي ده.
«په دهراوود او ګيزاب کې د هغو کورنیو لپاره ولايتي اداري مرسته پیل کړې چې مرکز ترينکوټ ته راګډه شوي دي او دامهال زرګونه کورنیو ته مرستي رسيدلي دي.»
تردې وړاندې د ارزګان د ګډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو امريت مسولينو ويلي وو چې ارزګان کې تر ۱۵ زره پورې کورنۍ له له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي او مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA