دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۶ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۶ زره او ۴۶۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۶زره ۶۹۹ په مکسیکو کې ۹۹زره او ۲۶ په هند کې ۱۳۰زره او ۹۹۳، په بریټانیا کې ۵۲ زره ۲۴۰، په ایران کې ۴۲ زره او ۴۶۱ او په پاکستان کې ۷۲۳۰ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


