کونړ کې لسګونه مېرمنو د یوې راټولیدنې پر مهال د جمهوري نظام څخه د ملاتړ تر څنګ له وسله والو په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل نور دې افغان وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د غونډې یوې ګډونوالې ملالۍ افغان پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې دوام نور ولس ته د زغم وړ ندی او ښکېل غاړې باید د سولې بین الافغاني خبرې اترې ګړندۍ کړي او مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره دې اقدامات وکړي.
«له دولت او وسله والو طالبانو غواړو چې نوره سوله وکړي، په روانه جګړه کې ټول ملکي اوبې ګناه خلک وژل کیږي، ټولې میندې کونډې او سرتورې شوې له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوو.»
دوی په قطر کې د سولې په تړاو بین الافغاني خبرو ته لا هم هیله مندي لري او د خبرو په جریان کې اوربند مهم بولي او ټینګار کوي، چې اوربند د سولې له پیل کړو خبرو سره پوره مرسته کولی شي.
«په قطر کې د سولې خبرو ته هیله مند یو او تمه مو دا ده چې یوې پایلې ته ورسیږي او نور په هیواد کې جګړه ودرېږي، ځکه موږ نور له جګړو ستړې شوي یو.»
د غونډې یوې بلې ګډونوالې سهیلا وویل، په جمهوري نظام کې ځانونه ویني او له حکومت غوښتنه کوي چې په سیاسي مشارکت کې د ښځو ونډې ته پراختیا ورکړي.
«له جمهوري نظام ملاتړ کوو، موږ په جمهوري نظام کې خپل ځانونه خوندي بولو او خپل ملاتړ ترې کوو خو له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه هم کوو ځکه روانه جګړه د نورو په لمسون ده.»
له دوو میاشتو ډیر وخت کیږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې شوې، چې لا هم دغه خبرې له ستونزو سره مخ دي او کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


