نن ولسي جرګې ته څلور وزیرانو خپلې برنامې وړاندې کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرسته معصومه خاوري وايي، په هېواد کې له غير قانوني سيمکارتونو کار اخیستنه او پر يوې پېژندپاڼې د څو سيمکارتونو راجسترېدل د اندېښنې وړ خبره ده او د دې ستونزې د هواري په هدف یې له اترا ادارې سره په ګډه پر دوو سیسټمونو کار کړی دی.