د خاوري په خبره، هر کال د مخابراتي شبکو د ماليې له درکه شاوخوا ۴،۴ ميليارد افغاني عوايد راټول او مالیې وزارت ته انتقالېږي.
نوموړې وويل:
«موږ په هېواد کې د سټلايټ د کارونې په هدف په پام کې لري، څو داسې ګرونډ سټېشن رامنځته کړي چې دولتي ادارې، والسوالۍ، ښوونځي او روغتونه سره ونښلول شي، هر کال د مخابراتي شبکو د ماليې له درکه شاوخوا ۴،۴ ميليارد افغاني عوايد راټول او مالیې وزارت ته انتقالېږي، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲۱ ميليارد افغانۍ عوايد راټول شوي دي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد تينج وايي، په هېواد کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په هدف به له دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړي.
دی زياتوي، د ښځو لپاره به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۲ د فني او حرفوي زدهکړو مرکزونه هم رامنځته کړي.
تينج وويل:
«موږ به ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په هدف به له دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړو، د تينج په خبره، بهرنيو هېوادونو ته د کارګرانو د لېږد مقرره بشپړه شوې، ۷۲ داخلي شرکتونو بهر ته د کارګرانو د لېږد لپاره چمتووالی ښوودلی او ۱۵ هېوادونو د کارګرانو د جذب غوښتنه کړې.»
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حليمي بيا وايي، د نورو پلانونو ترڅنګ په پام کې لري، څو په محبسونو کې د زندانيانو لپاره د ديني زدهکړو زمينه برابره کړي.
دی زياتوي، دوی په هېواد کې د تپل شوې جکړې په اړه د بهرنيو چارو وزارت په مليتا د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو دريځ واحد کړی.
د حليمي په خبره، دوی په پام کې لري، څو د هېواد ټول جوماتونه سروې او په جيپياېس سیسټم کې ثبت کړي او له دې لارې به په ډاګه شي چې څومره جوماتونه رسمي او څومره غير رسمي دي.
نوموړې وويل:
«موږ هڅه کوو چې د هېواد ټول جوماتونه سروې او په جيپياېس سیسټم کې ثبت کړي او له دې لارې به په ډاګه شي چې څومره جوماتونه رسمي او څومره غير رسمي دي.»
بل لور ته د سوداګرۍ او صنایعې وزارت سرپرست نثار احمد غورياني بيا وايي، هڅه کوي، څو د صادراتو کچه په هېواد کې زياته او د سوداګرو شته ستونزې هوارې کړي.
دی زياتوي، له پاکستان هېواد سره د سوداګرۍ راکړې ورکړې او ټرانزيټ په برخه کې یې د سوداګرو ټولې ستونزې حل کړې دي.
غورياني وويل:
«موږ به هڅه وکړو چې په هېواد کې د صادراتو کچه په مراتبو زياته کړو او دا دې پورې اړه لري چې زموږ وړاندیز شوې بودجه تاييدي شي او ترڅنګ یې هڅه کوو چې د سوداګرو شته ستونزې هم هوارې کړږ»
ټاکل شوې وه چې د پنجشنبه پر ورځ د لسو نوماند وزیرانو لپاره د رایې اچونې صندوقونه کېښودل شي، خو کابل ته د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان سفر او په کابل کې د عمومي رخصتۍ له امله دا چاره راتلونکې اونۍ ته وځنډول شوه.


