د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر او د دغه غونډې جوړونکي احمدولي مسعود وویل، خلک له سولې څخه ناهیلي شوي دي.
هغه د سولې روانه پروسه د حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه وبلله او زیاته یې کړه چې که له دغه پروسې څخه کومې احتمالي هوکړې ته رسیږي نو جګړه به هم په هېواد کې دوام وکړي.
د هغه په خبره، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې پخواني جمهوررییس حامد کرزي ته یو تن له نېږدې کسانو ګل الرحمن قاضي وایي، حکومت د سولې د راوستو لپاره اراده نه لري.
هغه وایي، تر څو چې په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره یو واحد نظر رامنځته نه شي، نو د سولې په تړاو ناستې او خبرې اترې به کومه پایله ونه لري.
بلخوا د افغانستان د سولې سفیر ملامحمدعمر تره خیل په هېواد کې روانه جګړه د سیمه ییزه او استخباراتي بولي او وایي، د افغانستان خلک یوه واقعي اوهراړخیزه سوله غواړي.
هغه د سولې په روانو خبرو اترو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې خلک د دغو خبرو اترو په اړه معلومات نه لري او پایلې یې هم نه دی معلومې.
دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې د سولې له خبرو څه باندې دوه میاشتې تیریږي خو لاهم دواړه لوري د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د اصولو او تګلارو په جوړولو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
نو اوس ولیدل شي چې د دغو خبرو برخلیک به څه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


