ads

اسراييل په ختيځ يروشلم کې ۱۲۰۰ کورونه جوړوي

 د اسراييلو حکومت اعلان کړی چې په ختیځ يروشلم کې به تر ۱۲۰۰ زيات کورونه جوړ کړي.

محمدخان بریال
28 لړم 1399
د اسراييلو دغه کار به د دې لامل شي چې نور د تل لپاره د فلسطين کوم خپلواک حکومت جوړ نه شي.
فلسطينيان وايي، که اسراييلو دغه کورونه جوړ کړل، فلسطين به په دوو برخو بيت الحم او ختیځ يروشلم ووېشل شي او د تل لپاره به پر سيمه اسراييل واکمن شي.
د اسراييلو حکومت ويلي، دوی به ژر په گیوات هماتاس سيمه کې د کورونو جوړول پيل کړي او تمه لري چې د امريکا نوی جمهور رییس جوبايډن به يې ملاتړ وکړي.
د اسراييلو په خبره، دغه سيمه د يروشلم اړونده ده، خو فلسطنيان بيا وايي، دا هغه سيمه ده چې په ۱۹۶۷ میلادي کال کې اسراييلو په زور له دوی څخه لاندې کړه.
ټاکل شوې ده چې پر دغه پروژه به د راتلونکي ميلادي کال د جنوري په اتلسمه کار پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA