له دې ادارې څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې جنوري میاشتې پر ۱۸مه، ۲۱مه او ۲۳مه د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې درې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ اداره وایي، ترسره کېدونکې لوبې د ۲۰۲۳م کال یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په هدف د دغه نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو برخه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کورونا ویروس له کبله په نړیواله او کورنۍ کچه د کرکټ د هر ډول لوبو ترسره کېدل منع شوي وو.