رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اذربایجان، لیبیا او ورته نورو سیمو کې د ترکیې وروستۍ لاسووهنې د اندېښنې وړ بللې دي.
پامپیو زیاته کړې، امریکا، اروپا او نور هېوادونه باید په ګډه داسې هڅې وکړي چې په منځني ختیځ کې د ترکیې د لاسووهنو مخه ونیسي او په وینا یې، د ترکیې وروستۍ لاسووهنې د انقرې په ګټه نه دي.
نوموړي همدارنګه ویلي، له نظامي ظرفیته د ترکیې ګټه اخیستل د اندېښنې وړ دي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په نښتو کې ترکیې د اذربایجان ملاتړ وکړ چې د ګڼو هېوادونو له غبرګون سره مخ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


