دغه شرکت وایي، دا نوی واکسین یې پر ۳۰زره کسانو تطبیق کړی، چې پایلې یې ډېرې هیلې بښونکي بلل کېږي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د درملو جوړولو شرکت فایزر هم د ۹۰ سلنه اغېزناکو واکسینو جوړېدو خبر ورکړی و.
د دواړو شرکتونو چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د واکسین جوړولو پر مهال له لوړو تجربو او ابتکاري لارو کار اخیستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۴ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


