ads

سیاسي شنونکي: په دوحه کې روان مذاکرات بې ګټې دي

په هېواد کې د جګړې تېزوالي خلک او  سیاسي شنونکي په دوحه کې پر روانو خپلمنځي خبرو بې باوره کړي او وایي، ترهغه چې د سیمه‌ییزو هېوادونو او قوتونو ګټې خوندې شوې نه وي، روان خبرې به بې پایله وي.

بختاجان بختیار
26 لړم 1399
سیاسي شنونکي: په دوحه کې روان مذاکرات بې ګټې دي
په دوحه کې د بین الافغاني ناستې ګډونوال
په خوست کې یو تن شنونکی احمد یاد وایي  روانه جګړه دوو لاملونو تېزه کړې چې یو یې د سیمه ییزو هېوادونو د ګټو ټکر او بل هم په هېواد د ننه د امتیازاتو ترلاسه کول دي:
«د جګړې د ډېرو لاملونو ترڅنګ یو دادی چې په افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو د ګټو ټکر دی او بل هم په نظام کې د ننه او ترڅنګ یې د مکابل لوري سره د امتیاز د ترلاسه کولو پخاطر تاوتریخوالي ډيروالی دی.»
په دوحه کې د خپلمنځي خبرو د پیل له مراسمو په دې خاطر تود هرکلی وشو، ګني ښې پایلې به ولري او ترڅنګ به یې د جګړې د درېدو زیری له ځانه سره ولري، خو موده وشوه چې تراوسه یې په طرزالعمل هم ښوکړه نه ده شوې.
سیاسي شنونکی سیف الله او مدني فعال منیب  وایي، که چیرې مذارکراتي ټیمونو او ترڅنګ شاته لوري له امتیاز او شخصي ګټو تېر او ملي ګټې په نظر کې ونیسو لیرې نه ده چې ژر به یوې پایلې ته ورسیږي.
سیف الله: «که چیرې ښکېل اړخونه ژمن پاتې شي او تعهد وکړي چې دوی به شخصي او امتیازي ګټې په نظرکې نه نیسي او د ملي ګټو لپاره به کار کوي، نو حتما یوې پایلې ته رسیدی شي.»
منیب: «دواړه مذاکراتي ټیمونه یا خو اصلا د سولې په ارزښت پوهیږي نه او یا هم دوی ته شاته څوک لري چې نه غواړي افغانان د سولې خواږه وڅکي.»
د خلکو غوښتنه بیا له افغان دولت داده چې هم دې شته لاسته راوړنې وساتي اوهم دې روانه جګړه مدیریت کړي، کومه چې اوس یې مهال پکې حکومت پاتې راغلی.
توریالی: «افغان مذاکراتي ټيم او د هغه مخالف اړخ دې خپل ځانونه مسول وګڼي چې دوی د یوه داسې هېواد د خلکو استازیتوب کوي، چې هره ورځ پکې وینه تووینه او جنازې روانې وي، یاد ټيمونه دې د ولس د غوښتنې سره سمه اراده ولري او ورسپارل شوي مسولیتونو ته دې وګوري څو خلک د ارام ساه واخلي.»
له هغې وروسته چې په قطردوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تفاهمنامه لاسلیک شوه، همهاله ورسره په هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.
اوس مهال د هېواد په نږدې ۲۷ ولایتونوکې جګړه روانه ده، چې د سولې پر پروسه یې د خلکو باور هم کم کړی دی.
په روانه جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترڅنګ عام ولس هم زیات مالي او ځاني زیان لیدلی، چې پدې کار یوناما هم اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو اړخونو یې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA