په کندهار کې پرون خبريالانو او د خبريالانو د دفاع بنسټونو د الياس داعي د فاتحې مراسم هم تر سره او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
په کندهار کې مېشتو د رسنیو مسولینو او خبریالانو حکومت د شهيد داعي په ساتنه کې په بې کفايتۍ تورن کړ او د نوموړي د قضېې د څېړلو په برخه کې يې حکومت او امنيتي ارګانونه بې غوره وبلل.
خبریالان وايي، که څه هم د هلمند ولايتي ادارې د داعي د تهديد په اړه معلومات درلودل، خو د داعي د ساتنې لپاره يې هېڅ راز مرسته ونه کړه.
خبریالانو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې خبريالان دې نه وژنې او هغوی ته دې ګواښ نه کوي.
بلخوا، په کندهار کې د خبریالانو د ملاتړ یا نی مسول عبدالسمع غیرتمل وايي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالي ۸۲ قضيې ثبت شوې دي.
د غیرتمل په خبره، اووه تنه خبریالان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي ، وهل شوي او یا هم په مرګ ګواښل شوي دي.
الياس داعي تېره پنجشنبه په هلمند کې هغه وخت شهيد شو، چې په موټر پسې یې نښلول شوي مقناطسي ماين چاودنه وکړه.
په دې پېښه کې د هغه ورور هم ټپي شوی، چې اوس يې حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


