د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد وايي، دهراوود ولسوالۍ د افغان حکومت لپاره سراتيژيک ارزښت لري او په هر ډول چې وي، ياده ولسوالي به له وسله والو طالبانو څخه ونيسي.
نوموړي پر طالبانو ته ګواښ وکړ چې په ياده ولسوالۍ کې به داسي ماته ورکړي، لکه څه ډول يې چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ور کړه.
هغه وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې تازه دمي افغان ګمانډو او خاص ځواکونه موجود دي او د ولسوالۍ د بیرته نيول پلان لري.
«دهراوود ولسوالۍ افغان حکومت ته مهمه ده او په هر ډول حالاتو کې چې وي، ياده ولسوالۍ به افغان حکومت ونیسي.
موږ هڅه کوو چې د ملکي خلکو ژوند او مال خوندی شي، تر هغه وروسته به په يادې ولسوالۍ کې عمليات ترسره شي.»
د سیمهییزو معلوماتو پر اساس، چې لاهم ياده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.
د ارزګان د ولايتي شورا مسولين د دې ولسوالۍ د سقوط لوی لامل د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همږغي ياده وي.
د ولايتي شورا مرستیال محمد کريم کريمي وايي، دغه ولسوالۍ د افغان حکومت لپاره سراتيژیک اهميت لري، خو افغان حکومت د يادي ولسوالۍ امنيت ته په سمه توګه پام نه دی کړي.
«دا چي کله د دهراوود ولسوالۍ امنيتي حالات خراب شو، حکومت د ولايتي شورا له همږغۍ پرتله دې ولسوالۍ ته نوی قومندان وليږه، حالات ځکه خراب شول چې هلته د امنيتي ځواکونو او خلکو ترمنځ همږغي صفر ته ورسېده.»
د ارزګان د هراوود ولسوالۍ ترڅنک د دغه ولايت د ګيزاب ولسوالۍ امنيتي وضيعت هم خراب دی.
د چارواکو په خبره، پر يادې ولسوالۍ هر شپه افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وي.


