ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۴۵ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۰ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۴۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
25 لړم 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۴۵ زره واوښت
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۴ زره او ۶۸۳ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۵زره ۶۵۸ په مکسیکو کې ۹۸زره او ۲۵۹په هند کې ۱۲۹زره او ۱۸۸، په بریټانیا کې ۵۱ زره ۸۵۸، په ایران کې ۴۱ زره او ۳۴ او په پاکستان کې ۷۱۰۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA