ads

د امریکا د ټاکنو کمېټې په ټاکنو کې درغلي رد کړه

د امریکا د ټاکنو کمېټې د ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه رد کړه چې ګواکي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

محمدخان بریال
25 لړم 1399
د امریکا د ټاکنو کمېټې په ټاکنو کې درغلي رد کړه
دې کمېټې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا په ترسره شوو ټاکنو کې د درغلۍ پر بنسټ هېڅ سند نشته.
په بیانیه کې راغلي، هېڅ داسې سند نشته چې وښيي، د رایه اچوونې سیسټم د رایو د له منځه تلو او بدلون سبب شوی دی.
تر اوسه د امریکا د ترسره شوو ټاکنو ۹۶ سلنه رایې شمېرل شوې او جوبایډن تر ټرمپ مخکې دي.
خو ډونالډ ټرمپ بیا اوسنۍ رایه شمېرنه نه مني او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی بللی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA