دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۲ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۳ زره او ۵۸۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۴زره ۲۸۱ په مکسیکو کې ۹۷زره او ۵۶ په هند کې ۱۲۸زره او ۶۶۸، په بریټانیا کې ۵۱ زره ۲۰، په ایران کې ۴۰ زره او ۱۲۱ او په پاکستان کې ۷۰۹۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

