د ارزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي ياده ولسوالۍ تېره شپه ۷بجي وسله والو طالبان د ډله ییزو بریدونو په ترڅ کې ونیوله.
نوموړي وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، د قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والوطالبانو لاس ته لوېدلي دي او افغان ځواکونه د اردو کمپ ته تللي دي.
کریمي وايي، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
«د هراوود ولسوالۍ سقوط کړی دی تيره شپه ۷ بجي يې سقوط وکړ د تلفاتو په اړه معلومات نسته»
بلخوا په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی حاجي بسم الله جان محمدي هم وايي چې تېره شپه ياده ولسوالۍ سقوط شوې ده.
نوموړی وايي بازار او ټولې دولتي ودانۍ وسله والو طالبانو نيولي دي او يوازې افغان ځواکونه هلته د ملي اردو په کمپ کې مېشت دی.
هغه وايي په جګړه کې يو افغان سرتيری وژل شوی او دوه نور ټپيان دی.
نوموړی وايي دوی په مرکز کابل کې څو ځله خپلې انديښنې شريکي کړي دي خو غږ يې نه دی اورېدل شوی.
نوموړی د دغه ولايت د نورو ولسواليو د وضعيت په اړه هم اندیښمن دی.
«ېره شپه دهراوود ولسوالۍ سقوط کړی بازار ،ولسوالۍ ،او د امنيه قومندانۍ ودانۍ وسله والو طالبانو ونيول ټول دولتي چارواکي او سرتېري هلته د ملي اردو يو کمپ ته تللي دي موږ ددغې ولسوالۍ په اړه مخکې هم د چارواکو سره خپلې انديښنې شريکې کړي دي، خو اقدام نه دی شوی د ارزګان نورې ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
د هراوود په جګړه کې يو پولیس وژل شوی او دوه دی که درې نور ټپیان دي»
د ارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل بیا دغه ډول خبرې رده وي چې ګواکې ولسوالۍ دی سقوط کړی وي.
هغه په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ د بازار په شاخوا سيمو وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي چې د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخ شوي.
ساحل دتلفاتو په اړه څه نه دی ويلي.
له سيمې څخه سرچينې هم وايي چې يادې ولسوالۍ سقوط کړی دی.
دغه سرچينه وايي په جګړه کې يو ملکي کس هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تردامهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دی ويلي.
دارزګان دهراوود ولسوالۍ ترڅنګ ددغه ولايت ګېزاب ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ ده او د ولسوالۍ د امنيه قومندان لالي په خبره چې يوازې د ګېزاب ولسوالۍ امنيه قومندانۍ د افغان ځواکونو سره ده او نوري سيمې وسله والو طالبانو نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

