د لومړنیو څېړنو له مخې، دا چاودنه د لاسي بم له کبله رامنځته شوې ده.
بلخوا، سعودي چارواکو منلې چې په دې پېښه کې د یونان د سفارت یو کارمند او د سعودي دولت یو مامور هم ټپیان شوي دي.
ځینو نورو رسنیو هم راپور ورکړی چې په رامنځته شوې چاودنه کې بریټانوي وګړو ته هم زیان رسېدلی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت او نورو اروپایي هېوادونو دا چاودنه سخته غندلې ده.
تر اوسه د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.


