په تازه پېښه کې، د پنجشنبې په ورځ سهار مهال په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې، چې هغه هم له یوې بهرنۍ رسنۍ سره کار کاوه، ټپي شو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، افغان حکومت د خبریالانو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
د دې کمېټه مشر صدیق الله توحیدي له کلید سره په خبرو کې وویل، په یوه اونۍ کې دا دویمه پېښه ده چې خبریالانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي او زیاتوي، که دا لړۍ دوام وکړي؛ نو په هېواد کې به د رسنیو په فعالیت ناوړه اغېزه وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې مشر مجیب خلوتګر وایي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره باید دولت یو خوندي چاپیریال رامنځته کړي؛ خو په وینا یې، حکومت په دې کې پاتې راغلی دی.
پر خبریالانو وروستیو بریدونو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې خبریالان د خپل خونديتوب په اړه اندېښمن کړي دي.
د هلمند یو شمېر خبریالان وایي، الیاس داعي له تېرې یوې میاشتې راهیسې ګواښل شوی و؛ خو دا نه وایي چې داعي ته د چا له خوا ګواښ شوی و.
خبریالان وایي، نه داعي او نه هم نور خبریالان له چا سره دښمني لري؛ خو په وینا یې نه پوهیږي چې د چا له خوا پرې بریدونه کېږي.
دغه راز یو شمېر کابل میشتي خبریالان وایي، که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته رسېدنه شوې وی، نو د خبریالانو پر وړاندې به تاوتریخوالی ورځ تربلې نه زیاتېده.
په داسې حال کې چې په الیاس داعي باندې د برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر صدیق الله توحیدي وايي، پر خبریالانو باندې د برید مسوولیت د جګړې ښکېل لوري یو پر بل اچوي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې له خبریالانو سره څوک دښمني لري.
له دې څو ورځې وړاندې په کابل کې په یوه چاودنه کې پخوانی خبریال یما سیاوش ووژل شو.
جمهوررییس غني د الیاس داعي وژل کېدل غندلي او پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي، ویلي یې دي چې تروریستي ډلې نه شي کولای په داسې بریدونو د بیان د ازادۍ او د خبریالانو رسا غږ غلی کړي.


