د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمدقاسم حلیمي دغو ټپیانو ته د وینې ورکولو پرمهال وویل، د دیني عالمانو لپاره پوهنتون، ښوونځي او جومات توپیر نه لري.
هغه د علم او پوهې دښمنان د افغانستان د ټولو خلکو دښمنان وبلل.
په ورته وخت کې دیني عالمان وایي، د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښې ټپیانو ته د وینې په ورکولو سره غواړي د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غم شریکې وکړي.
یو تن دیني عالم محمد امین مؤحد وایي، ټپیانو ته د وینې په ورکولو سره غواړي د افغانستان د خلکو دښمنانو ته د مذهبونو د یوالي پیغام ورسوي.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون رییس محمدعثمان بابري په کابل پوهنتون د برید له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د دیني عالمانو د همدردۍ او خواخوږۍ د ستایلو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اړتیا ده د علم او پوهې د دښمنانو پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه وشي.
هغه زیاته کړه، چې له دغو دښمنانو سره د مبارزې لپاره باید د پوهنتون او منبر ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.
د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه په کابل پوهنتون د برید په پایله کې له شلو ډیر کسان چې ډیری یې محصلین وو، ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
که څه هم د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې یاد برید د حقاني شبکې له خوا پلان شوی و، چې د طالبانو له نورو بریدونو سره یې ورته والی درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


