ads

اذربایجان او ارمنستان بیاځلي اوربند وکړ

اذربایجان او ارمنستان په نګورونو قره باغ کې د جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند وکړ.

محمدخان بریال
21 لړم 1399
اذربایجان او ارمنستان بیاځلي اوربند وکړ

د دې هوکړې پر اساس به هغه سیمې چې اذربایجان د جګړې په پایله کې نیولې، د دغه هېواد په واک کې پاتې کېږي او ارمنستان منلې چې خپل سرتېري به باسي.
که څه هم دا کړنه په اذربایجان کې د خلکو د هرکلي لامل شوې، خو په ارمنستان کې یې د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګونونه پارولي دي.
رویټرز خبري اژانس وایي، د ارمنستان جمهور رییس څرګنده کړې چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه وینا وکړي.
نګورنو قره باغ سیمه د اذربایجان برخه بلل کېږي، ډېر نفوس لري او په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د شوري اتحاد تر ماتې وروسته له اذربایجان بېله شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA