امنیه قومندان وویل، تر هغه چي له لاسه وتلې سیمې یې بیرته نه وي نیولې، عملیات به دوام وکړي.
ښاغلی جواد وایي، د وسله والو طالبانو له لوري په ټولو سمیو کې ماینونه ځای پر ځای شوي او ډېر تخریب یې رامنځته کړی دی.
«ټولو ګډو امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي، کوم تهدیات چې مخکې مرکز لښکرګاه ښار ته متوجه وو، هغه له منځه تللي دي، هڅه مو دا ده چې له لاسته وتلې سیمې بیرته ونیسو.»
بلخوا، بیا د دغه ولایت ځيني جګړه ځپلي خلک په سېمو کې د فغان ځواکونو له عملیاتو ناخوښي دي او وایي، کروندې او سېمي یې ټولې له ماینونو نه ډکې دي. دوی خپل کارونه په ښه زړه نه ترسره کولی.
دوي له حکومته په یادو سیمو کې د عملیاتو تر سره کولو غوښتنه وکړه او طالبانو هم غواړي چې جګړه ودروي.
«اوس هم زموږ په سیمه کې ماینونه شته، موږ سوله غواړو جګړه نه غواړو، موږ اوس په سختو ستونزو کې ژوند کو. دولت دې داسې عملیات ترسره کړي چې موږ خپلو کورونو او سیمو ته بیرته ولاړ شو.»
په هلمند کې د روانې جګړې له امله تر ۱۲زره ډېرې کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوې چي د دوي په وینا، شنې کروندې يې پاتي شوې او دې جګړې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


