ads

د امریکا دفاع وزیر له دندې ګوښه شو

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي ادارې مشر کرېسټوفر مېلر سرپرست ټاکلی.

شمس الرحمن شمس
20 لړم 1399
د امریکا دفاع وزیر له دندې ګوښه شو
نوموړي همدارنګه د مارک اسپر کارونه د پام وړ یاد کړي او د هغه له کارونو یې مننه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ ویلي، کرېسټوفر مېلر به په ښه توګه خپله دنده مخ ته یوسي.
تر دې وړاندې هم مارک اسپر خپل استعفا لیک ټرمپ ته استولی و، خو هغه یې استعفا نه وه منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA