ads

خلوتګر: د خبریالانو پر وړاندې فیزیکي تاوتریخوالی ډېر شوی

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی اجرايويي رییس مجیب خلوتګر د سه‌شنبې پر ورځ په خبري کنفرانس کې وويل، د تېرکال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې لفظي تاوتريخوالی کم، خو فزيکي تاوتريخوالی بيا ډېر شوی دی.

منصور یوسفزی
20 لړم 1399
خلوتګر: د خبریالانو پر وړاندې فیزیکي تاوتریخوالی ډېر شوی

دوی زياتوي، د خبريالانو پر وړاندې د حکومتي مسوولينو چلند هم تر بل هر وخت خراب شوی دی.
د خلوتګر په خبره، د تېرو پنځو کلونو په موده کې د خبريالانو پر وړاندې د ثبت شويو قضيو له ډلې هغو قضيو ته هېڅ رسېدنه نه ده ‌شوې چې حکومتي چارواکي پکې تورن دي.
«د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی د تېر کال په پرتله راکم شوی، خو دا تاوتريخوالی عميق او ژور شوی دی، تېر کال موږ د خبريالانو پر وړاندې لفظي تاوتريخوالي شاهدان وو، خو سږکال بيا فزيکي تاوتريخوالی زيات شوی، تېر کال د لفظي تاوتريخوالي پېښو شمېر ۳۰ و، خو سږکال بيا شل ته راښکته شوی.»
خلوتګر اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي موضوع ته په اشارې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هېواد کې پر يوې لویې ستونزې بدل شوی.
نوموړی زياتوي، جمهوري رياست، د ملي مصالحې عالي شورا او سولې په چارو کې د دولت وزارت هغه بنسټونه دي چې معلومات او اطلاعات له رسنيو سره نه‌شريکوي.
خلوتګر وويل:
«له بده مرغه اوس هم په هېواد کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي موضوع يوه لويه ستونزه ده، ډېر حکومتي وياندويان له رسنيو او خبريالانو سره مالومات نه‌شريکوي، جمهوري رياست، د مصالحې عالي شورا او د سولې وزارت هېڅ ډول مالومات نه‌شريکوي او په دويم قدم کې امنيتي او قضايايي بنسټونه هم خبريالانو ته اطلاعات نه‌ورکوي.»
بل لور ته يو شمېر خبريالان بيا وايي، په ډېرو مواردو کې حکومتي وياندويان ورسره اطلاعات نه‌شريکوي او له رسنيو سره دوه‌ګونی چلند کوي.
دوی د خبريالانو پر وړاندې د حکومتي چارواکو ناسم چلند تاييدوي او زياتوي، ډېر کله چارواکو له‌خوا ورته سپکاوی او ورسره ناسم چلند کېږي.
مرضيه رضايي وويل:
«کله چې راپور جوړوو، نو د اطلاعاتو د راټولولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، ډېری حکومتي مسوولين له رسنيو سره مالومات او اطلاعات نه‌شريکوي او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.»
رحمت‌الله سخاورز وويل:
«حکومتي مسوولين او وياندويان نه‌يوازې دا چې له رسنيو او خبريالانو سره مالومات او اطلاعات نه‌شريکوي، بلکې له رسنيو سره دوه‌ګونی چلند کوي، يوې رسنۍ ته يو ډول او بلې رسنۍ ته بل ډول مالومات ورکوي او په ډېرو مواردو کې خبريالانو ته سپکاوی کوي او ورسره ناسم چلند کوي.»
اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون رییس عين‌الدين بهادري بيا وايي، په دې برخه کې يو شمېر اصلاحات رامنځ‌ته شوي، ډېر شمېر ادارو د بدلون رامنځ‌ته کېدو لپاره ژمنتيا ښوودلې، خو د سترې محکمې په شمول په يو شمېر ادارو کې لاهم ستونزې شته.
بهادي وويل:
«موږ له ډېرو ادارو سره په ګډه کار وکړ، څو دا ستونزه هواره کړو، اصلاحات په ډېر ادارو کې رامنځ ته شوي او ډېر شمېر ادارو تعهد کړی چې په دې برخه کې به شته ستونزې هواروي، خو د سترې محکمې په ګډون يو شمېر ادارې شته چې لاهم په‌کې خورا ستونزې موجودې دي.»
د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته خنډونه نوې موضوع نه‌ده، که څه هم حکومت په وار وار ټينګار کړی چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري، خو خبريالان بيا د دغه قانون نه پلي کېدو ته اندېښمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA