دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۴۱ زره او ۳۹۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۶۲زره ۳۹۷ په مکسیکو کې ۹۵زره او ۲۷ په هند کې ۱۲۶زره او ۱۲۶، په بریټانیا کې ۴۹ زره ۱۳۴، په ایران کې ۳۸ زره او ۲۹۱ او په پاکستان کې ۶۹۶۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


