ads

عربستان به په سیمه کې د واشنګټن تر ټولو لوی شریک پاتې شي

د عربستان د اطلاعاتي دستګاه پخوانی رییس ترکي الفیصل په تازه څرګندونو کې ویلي، جوبایډن په سیمه کې د امریکا ګټې درک کوي او ریاض به د امریکا تر ټولو د ستر شریک په توګه پاتې شي.

محمدخان بریال
19 لړم 1399
عربستان به په سیمه کې د واشنګټن تر ټولو لوی شریک پاتې شي
هغه زیاته کړې، بایډن د پخوانۍ تجربې په درلودو سره د امریکا ګټې نه هېروي.
د ده په وینا، د امریکا او عربستان ترمنځ په ټولو برخو کې متوازنې اړیکې شتون لري او زیاتوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د داعش او القاعده ډلې پر وړاندې ګډ عملیات ترسره شوي دي.
نوموړي په ورته وخت کې د ایران فعالیتونو ته په اشارې ویلي چې امریکا او سعودي عربستان دغه کړنې له نېږدې څاري.
د یادولو وړ ده چې د امریکا په جمهوري ریاسټ ټاکنو کې ډیموکراټ نوماند جوبایډن د ډېر شمېر رایو په ګټو بریالی شو، خو ټرمپ ویلي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دی یې نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA