مدني فعالان وايي، افغان سرتیري د ساتنې پریښتې دي او تل يې د خلګو د ناموس، او مال ساتنه کړې.
دوی له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چي د جګړې درولو او ملکې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې اوربند وکړي او وروسته دې خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
دوی وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي، نو لازمه ده چي اوربند وشي.
کندهاریانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چي د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې هم باید وساتل شي او افغانان باید بیا پخواني حالت ته ولاړ نه شي.
د کندهار اوسېدونکې وایي، په وروستیو کې جګړو زور اخیستی، چي زیان یې هم ټوله ملکې کسانو ته رسېږي او د ځاني زیان تر څنګ د کندهار په ارغنداب او نورو ولسوالیو کې ملکي کسانو ته زیات مالي زیانونه هم واووښتل؛ نو لازمه ده چي جګړه پای ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


