ads

خبریالان: په بین الافغاني خبرو کې دې د بیان ازادۍ ته پام وشي

د خبریالانو په وینا، په تېرو ۱۸ کلونو کې افغان خبريالانو د بيان  ازادۍ او د رسنيو د خپلواکۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې او نه غواړي چې دا دې په اسانۍ له لاسه ورکړي. 

بختاجان بختیار
18 لړم 1399
خبریالان: په بین الافغاني خبرو کې دې د بیان ازادۍ ته پام وشي
دوی د سولې په روانو مذاکراتو کې د دواړو مرکچي پلاوو له غړو افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې د بيان ازادۍ ته په درنښت قايل شي او د افغان خبريالانو حقوق دې تر پښو نه لاندې کوي.
په دغه ولايت کې د غرغښت په نوم د يوه خصوصي تلويزيون مشر سخي سرور مياخېل وويل، هيله يې دا ده چې د سولې په روانو خبرو کې د رسنيو کارونه محدود نه شي:
«همدا رسنۍ او خبريالان دي چې د هغوی هويت یې په نړيواله کچه مطر کړی، دولت خو يوه قانوني اداره ده، ولې د مخالفينو هېڅ ځای نه دی معلوم، خو همدغه رسنۍ او ژورنالېستان دي چې د دوی هويت يې په نړيواله کچه په ډاګه کړ او بلاخره دا دی چې نن افغان دولت سره په نړيواله کچه د مذاکراتو په درشل کې دي.»
په جنوب ختيځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات وایي، دوی په هېڅ قيمت نه دي تيار چې د سولې په روانو مذاکراتو کې دې د بيان پر ازادۍ معامله وشي.
هغه وايي، يوه ستره لاسته راوړنه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغان خبريالانو او د رسنيو کارکونکو ترلاسه کړې، د بيان ازادي او د رسنيو خپلواکي ده:
«افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې په روانو خبرو اترو کې د بيان ازادي، د رسنيو خپلواکي او د خبريالانو خونديديتوب نه متضرر کوي، دا زموږ يواځينۍ غوښتنه ده، دواړه لورې دې زموږ دا پيغام واوري.»
په دغه ولايت کې د مشال راډيو خبريال نجيب الله الوخېل وايي، نه يوازې خبريالان او د رسنيو کارکونکي، بلکې د ټولنې هر فرد بايد د بيان د ازادۍ په برخه کې کار وکړي، ځکه د هغه په وينا چې دا يو انساني او بشري ارزښت دی:
«د بيان ازادي لپاره د عالم، دهقان، محصل، متعلم، منصبدار، غريب، د خان او ددې ټولو حقونه خوندي کيږي او که نه وي نو دهېچا حق نشي خوندي کېدلی.»
په دې ولایت کې میشت خبریالان داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په قطرکې دوحه کې بین الافغاني خبرې اوس مهال تر ډېره د رسنیو له سترګو پټې ساتل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA