ads

جوبایډن د امریکا جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن د ۲۸۴ الکترال رایو په تر لاسه کولو د امریکا د ۴۶ م جمهور رییس په توګه وټاکل شو.

محمدخان بریال
18 لړم 1399
جوبایډن د امریکا جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې
د هغه سیال ډونالډ ټرمپ یوازې ۲۱۴ رایې تر لاسه کړې.
بایډن به پر داسې مهال د امریکا رهبري تر لاسه کړي چې کورونا ویروس نړۍ او په ځانګړي ډول امریکا له لوی ګواښ سره مخ کړې ده.
د امریکا نوي جمهور رییس بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا به په نوي مسیر روانه کړي.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ ویلي چې اعلان شوې پایلې نه مني او ځان یې بریالی اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې هم نوموړي بایډن ته خبرداری ورکړی و چې باید په ناحقه ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان نه کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA