نظامي مشولین وايي، شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې یو شمېر کلي د طالبانو لخوا ونیول شول، خو ګډو ځواکونو کور پر کور او کلي پر کلي په دغې ولسوالۍ کې عملیات وکړل او ولسوالۍ یې په بشپړ توګه د وسله والو له شتونه پاکه کړه.
د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال ډګر جنرال نظر علي واحدي وايي، وسله والو په ډېره لویه کچه د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ برید وکړ چې پکې د جیش محمد ، لښکر طیبه او ای ایس ای غړي هم شامل وو.
هغه وايي، د وسله والو هغه ارمان چې ارغنداب ولسوالۍ به نیسي او له دې ځایه به ټول افغانستان ګواښي، پوره نه شوه او د زیاتې مرګ ژوبلې اوښتلو له امله پر شاه شول.
د کندهار ولایتي مسئولین وايي، هوايي او ځمکني تصفیوي عملیات د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، خالیشک، کوهک، شاتوري، د ژوندو هدیره، شاهین، ده سبز، چهارغلبه، ناګهان او یو شمېر نورو سیمو کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې ۳۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د کندهار لپاره د دې ډلې د والي په ګډون ۲۸۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې ولسوالۍ کې مېشت د ملي او سیمه ییزو پولیسو سرتیري څرګندوي چې په پور مېړانه او مورال سره يې د خپلو خلګو او خاوري دفاع وکړل.
هغه کورنۍ چې د جنګونو له امله خپل کورنو پرېښودو ته اړ شوي وو، اوس بیرته خپلو کورنو ته راغلي او وايي، خوښ دي چې ولسوالۍ يې په ډېر لږ وخت کې بیرته امنیت شوه.
د کندهار د ولایتي مسولینو په خبره، د کندهار په درېیو نورو، پنجوايي، ژړۍ او میوند ولسوالیو کې هم د ګډو ځواکونو عملیات روان دي او ډېر ژر به یادې ولسوالۍ هم د ارغنداب په څېر د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


