دارزګان امنيتي مسولين وايي، د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه افغان هوايي ځواکونو د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي چې پرمهال يې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددغه ولايت د والي وياند احمدشاه ساحل وايي، افغان ځواکونو دامهاله په دهراوود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو څخه د هغو سيمو په نيولو بوخت دي کوم چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلې وې.
هغه وايي دا مهال په يادې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت کنټرول شوی دی.
«ارزګان دهراوود ته نوي تازه دمي کمانډویي سرتېري رسېدلي او هلته یې تازه عملیات پیل کړي دي چې اوس امنیتي وضعیت د افغان ځواکونو لخوا کنټرول دی او هڅه کوي هغه سیمې چې طالبانو لاس ته ورغلي دي بېرته ترلاسه کړي او همدارنګه تېره ورځ په ځینو سیمو باندې افغان ځواکونو هوایي بریدونه کړي دي او وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده»
د ارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل همداراز وايي چې ددغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي عمليات ترسره کړي دي او ګڼې سيمي يې د وسله والو طالبانو څخه نيولي دی.
هغه وايي په يادي ولسوالۍ کې هم دامهال وضيعت کنټرول شوی دی.
«لکه څنګه چې کوم کوم ګواښ د ولسوالۍ د سقوط په اړه وو هغه اوس کاملاً له منځه تللی دی، دوه شپه وړاندې تازه دمې کمانډویي ځواکونه رسېدلي او د ورځې تر پایه پورې به عملیات ترسره شي.»
دارزګان د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قومندان لالی هم وايي چې تېره شپه په ګڼ شمېر تازه دمي ځواکونه د ارزګان ګيزاب ولسوالۍ ته رسېدلي دی.
هغه هم وايي چې په ګيزاب کې له ګڼو سيمو څخه وسله وال طالبان پر شاه سوی دی.
د لالي په خبره چې په تېره يوه مياشتې د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې تر۶۰ پورې افغان پوليس په جګړه کې وژل شوی دی.
«بس دادی دی د تازه دمو سرتېرو په رارسېدو سره جګړه درېدلې ده، ۶۰ پورې تلفات لرو»
تېره ورځ د ګيزاب ولسوالۍ امنيتي مسولينو خبر ورکړی وو چې په ياده ولسوالۍ کې يوازې د امنيه قومندانۍ او د ملي اردو يو کمپ د افغان ځواکونو په ولکه کې دی او نور ټولې سيمې وسله والو طالبانو نيولي دي.
وسله والو طالبانو د افغان چارواکو ددغو ادعاوه په تړاو تر دا مهاله څه نه دی ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

