ads

جوبایډن: د امریکا په تاریخ کې مې ډېرې رایې ګټلې دي

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن خپل ځان د ټاکنو ګټونګی بولي، خو ټرمپ یې ورسره نه مني او ټینګار کوي چې یو شمېر مرکزونو کې به له سره رایه شمېرنه کېږي.

شمس الرحمن شمس
17 لړم 1399
جوبایډن: د امریکا په تاریخ کې مې ډېرې رایې ګټلې دي

جوبایډن یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال ټرمپ ته په خطاب کې ویلي چې دی دا خبره نه کوي چې بریالی دی، بلکې ارقام او شمېرې ښیي چې بایډن د ټانکنو ګټونکی دی.

بایډین همدارنګه امریکایانو ته مبارکي ورکړې ده چې په ډېر ښه شکل سره یې ځان له یو بې مسوولیته جمهور رییس څخه خلاص کړ.

بایډن دا هم وویل چې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو ډېرې رایې ګټلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ هم جوبایډن ته خبرداری ورکړی چې ځان دې ګټونکی نه اعلانوي او ټینګار یې کړی چې په ډېرو مرکزونو کې به رایې د بیا ځل لپاره وشمېري.

 د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله د امریکا په ډېری ایالتونو کې د جوبایډن رایه له ډونالډ ټرمپ څخه ډېره ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA