د کرکټ بورډ په وینا، یاد تمریني کمپ پرون پای ته ورسېد او په ترڅ کې يې د لوبغاړو پر توپوهنې، توپ اچونې او توپ نیونې هر اړخیز کار وشو.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ښځینه لوبډلې په جوړېدو سره به افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا هغه غوښتنه پوره کړي چې افغانستان هم باید د کرکټ ښځینه لوبډله ولري.
دغه بورډ وایي، د ښځينه لوبډلې تر رامنځته کېدو وروسته د کرکټ نړيواله شورا افغان لوبډلې ته د ورته کچې له لوبډلو سره سيالۍ او لوبلړۍ هم پيلوي.