نوموړي زياته کړه، هېواد کې روانه جګړه امريکا پيل کړې او همدوی یې بايد پای ته ورسوي.
د اقبال په خبره، دوی د امريکا سفارت مخ ته پرلت کوي او د راتلونکې دوشنبې پر ورځ به دا تجمع زياتېږي او د ياد سفارت مخ ته به خپل پرېکړهليک واوروي.
اقبال وويل:
«کله چې د سولې خبرې پيلېدې د ولسونو غوښتنه دا وه چې روانه جګړه به راکمه شي، خو نه يوازې دا چې جګړه راکمه نهشوه، بلکې څو چنده زياته شوه، امريکا جګړه پيل کړې او دوی یې بايد بېرته پای ته ورسوي، موږ د امريکا سفارت مخ ته پرلت کوي او د راتلونکې دوشنبې پر ورځ به دا تجمع زياتېږي او د ياد سفارت مخ ته به خپل پرېکړهليک واوروي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار په ګډون له يو شمېر ولايتونو راغلي سپينږیري او قومي مشران بيا وايي، پر امريکا غږ کوي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.
دوی زياتوي، د يوې داسې تلپاتې سولې غوښتونکي دي چې خلک په امن فضا کې ژوند وکړي، ځوانان زدهکړې وکړي، جګړه نهوي او د افغاستان د بيارغونې لپاره زمينه برابره شي.
دوی خبرداری ورکوي، که غوښتنې یې ونهمنل شي، نو دا ولسي حرکت به لا پراخ شي او د امريکا سفارت مخې ته به تر هغې پرلت کوي، څو چې د هېواد برخليک نهوي په ډاګه شوی:
«موږ د يوې تلپاتې سولې غوښتونکي يوو، داسې سوله چې پهکې ټول په يوه امن او سولهییز فضا کې ژوند وکړي، جګړه نهوي، ځوانان زدهکړې وکړي او د هېواد بيارغونې لپاره زمينه برابره شي، موږ به د امريکا سفارت مخ ته خيمه ووهو او تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو، څو چې د هېواد برخليک نهوي معلوم شوی.»
بل لور ته د چارو شنوونکي بيا د اوربند ټينګښت په هدف ولسي حرکتونه مهم بولي او زياتوي چې دغه شان حرکتونو په ټوله نړۍ کې خپلې اغېزې لرلې دي.
د سياسي چارو شنونکی اسدالله همدم وايي، امريکا بايد د جګړې پای ته رسېدو په برخه کې مسووليت واخلي او روانه جګړه دې په سولهییز ډول پای ته ورسوي.
همدم کليد ته وويل:
«د اوربند او سولې ټينګښت په اړه دغه شان حرکتونه ګټور او مهم دي او په ټوله نړۍ کې دغو حرکتونو ښې اغېزې لرلې دي، دا د امريکا مسووليت دی او بايد مسووليت واخلي چې دا جګړه پای ته ورسوي.»
په قطر کې د افغان حکومت او طالبان څه د پاسه دوې مياشتې کېږي چې په مذاکرې سره بوخت دي، خو تر اوسه نهدي توانېدلي چې د مذاکراتو پر اجنډا او تګلارې کومې هوکړې ته ورسېږي.
د مذاکراتو له پيلېدو سره هممهاله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړې هم زور اخیستی او هېوادول یې سخت اندېښمن کړې دي.


