ads

جوبایډن شپږو رایو ته اړتیا لري چې د امریکا ټاکنې وګټي

سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره د ډونالډ ټرمپ او بایډن تر منځ سیالي مهم پړاو ته رسېدلې ده.

محمدخان بریال
16 لړم 1399
جوبایډن شپږو رایو ته اړتیا لري چې د امریکا ټاکنې وګټي

پنسلوانیا، جورجیا، شمالي کارولینا، اریزونا او نواډا هغه پنځه ایالاتونه دي چې رایه شمېرنه یې دوام لري.
د امریکا هغه ایالاتونه چې رایه شمېرنه یې شوې، بایډن تر ټرمپ مخکې دی.
په همدغه ترتیب، د بایډن د ټولو الکترال رایو شمېر ۲۶۴ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د هغه سیال ډونالډټرمپ ۲۱۴ رایې لري.
د امریکا د ټاکنو نوماندان د بریا لپاره د ۵۳۸ الکترال رایو له ډلې ۲۷۰ رایو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د امریکا اوسني جمهور رییس ټرمپ ګواښ کړی چې په ټاکنو کې درغلي شوې او اوسنۍ رایه شمېرنه نه مني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA