د سرچینې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي داعیشي نوم عبدالنور نایف الراشدي ښودل شوی دی.
خبرپاڼه وایي، نوموړی په سیمه کې د داعش خطرناک غړی بلل کېده.
الجزیره خبري شبکه هم وایي، د داعش ډلې دغه غړی امنیتي سرتېرو ته د نه تسلیمېدو په صورت کې وژل شوی دی.
داعش ډلې د لومړي ځل لپاره په عراق کې سر راهسک کړ او وروسته یې د سوریې او افغانستان په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم فعالیتونه پیل کړل.


