هغه د خوست نوي والي ته د هغه لومړيتوبونو یادونه وکړه چې د خوستوالو لپاره په اوليتونو کې راځي.
هغه د تېر په څېر د خوست غلام خان بندر ترانزیټ، شيخ زاید پوهنتون کې د ماسټرې پروګرامونو پيلول، د ښار لپاره مسټر پلان جوړول او د ښار پراخول او پدې ولايت کې د خپلو کادرونو د تقرر غوښتنې وکړې:
«موږ نور پدې خبرو شرمېږو چې هره ورځ په غلام خان بندر، شيخ زاید او پاچاخان پوهنتونو او د خوستیو کادرونو په تقرر غږېږو، خو دا زموږ لومړيتوبونه دي او خوستوال ورته اړتیا لري.»
د خوست پخواني والي محمد صدیق پتمن نوي والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل نه غواړي چې په دنده د پاتې کیدو او یا دندې لپاره چا ته باج ورکړي:
«په دنده کې ادلون بدلون یو اصل دی، خوښ یم چې څلور میاشتې مې په پوره هڅو سره دنده پرمخ یووړه، خو یوه خبره کوم چې د دندې اخيستو او پاتې کېدو لپاره به چاته باج ورنه نه کړم.»
د خوست نوي والي تورن جنرال مهمند کټوازي وويل تر ټولو لومړۍ به د سولې او امنيت لپاره د خوست قومي مشرانو او خوستوالو سره په ګډه کار کوي.
«لومړۍ کار به دسولې او امنیت په برخه کې وي، خو له هغه وروسته به د لويي پکتيا، خوست، پکتيکا،پکتیا او لوګر ولايتونو د انسجام او یووالي لپاره د زړه له تله کار کوو.»
د خوست لپاره نوی والي مهمند کټوازی داسې مهال معرفي کیږي چې له دې وړاندې محمد صدیق پتمن د خوست د والي په حیث څلور میاشتې دنده ترسره کړه.


