نوموړي د محصلینو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د محصلینو لپاره به خوندي تحصیلي چاپیریال رامنځته کړي.
خو د کابل پوهنتون د پالیسۍ او عامه ادارې د پوهنځۍ محصل سجاد نجاتي چې په کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې په برید کې هم ټپي شوی و، وایي، له دې حملې وروسته به ډیری محصلین خپلو درسونو ته بیا رانه شي.
د هغه په خبره، هغه ټولګي ته چي ټولګیوال یې پکې مړه او ټپیان شوي دي، د بیا ننوتلو روحیه نه لري.
نوموړی زیاتوي، چې د وژل شویو او ټپي شویو محصلینو له کورنیو سره د کابل پوهنتون د مشرتابه او حکومت له خوا هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
خو د کابل پوهنتون علمي مرستیال شفیع شریفي وایي، د جمهوررییس د فرمان پربنسټ، ټاکل شوې چې د هر وژل شوي محصل له کورنۍ سره سل زره او د ټپي شوي محصل له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته وشي.
شریفي زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو محصلینو له کورنیو سره له غم شریکۍ وروسته به له دغه کورنیو سره مالي مرسته وشي.
په کابل پوهنتون وسله وال برید په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول، په تازه غبرګونونو کې ایرانیانو د دغه هېواد په پایتخت تهران کې په کابل پوهنتون د برید په غبرګون کې د دغه پېښې د قربانیانو هغه پیغامونه چې له خپلو خپلوانو سره یې تبادله کړي وو، د تهران په سړکونو له دغه شعار سره چې ګاونډیه موږ له تاسره یو نصب کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


