خبریالان وایي، په دغه ولایت کې د دولتي ادارو له لوري پر وخت معالوماتو نه ورکول کېږي، چې دې چارې یې کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
خبریال سهار ګل امیرزی وایي، نه یوازې معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو کړېږي، بلکې ډېر کله هغه مهال چې د فساد پر موضوعاتو کار کوي ګواښل کېږي.
نوموړی د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب په نامه پر جوړو شویو کمیتو هم نیوکه کوي او وایي، زیاتره کارونه یې دوی ته د قناعت وړ نه دي.
«خبریالان په کاري ساحه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی، په وخت ورته د دولتي ادارو لخوا معالومات نه ورکول کېږي او ډېره ګواښل شوي هم دي او د دوی د ملاتړ په نامه جوړې شوې کمیټې هم هسې نمایشي کارونه کوي.»
یو بل خبریال زبیح الله رحیمزی بیا دولتي ادارو غوښتنه کوي چې د خبریالانو د کار چاپیریال په برخه کې دې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او هم دې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په سم ډول وڅېړي.
«خبریالان خوندي نه دي حکومت ته په کار ده چې د دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې هم باید وڅیړي.»
په همدې حال ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې شېرشاه همدرد بیا یو شمیر دولتي ادارې له رسنیو سره په توپیري چلند تورنوي او وایي، په ځینو دولتي غونډو کې ټولو رسنیو ته یو شان ونډه نه ورکول کېږي چې دې چارې یې اندیښنې راپارولي دي.
«له ولایتي چارواکو غوښتنه کوو چې له رسنیو سره دې توپیري چلند نه کوي، تلویزیون غواړي رادیو نه غواړي ولې؟ غوښتنه مو دا ده چې له دغه توپیري چلند لاس واخلي.»
بل لور ته بیا د ننګرهار والي ضیالحق امرخیل بیا خبریالانو ته په کاري ساحه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي او وایي، دوی ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
«زه خبریالانو ته ډاډ ورکوم چې زه به له خبریالانو سره په څیړنیزو او نورو راپورونو کې همکاري وکړم، هیڅوک حق نه لري چې د دوی مخه ونیسي.»
د خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې داسې مهال شکایت کوي، چې لا هم د حکومتي چارواکو د ژمنو سره سره خبریالان په کاري برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


