د ولسي جرګي غړو د کابل امنیت ټینګولو لپاره د جمهور رییس لومړي مرستیال په غبرګون کې زیاتوي، هغه په غیرقانوني ډول د هېواد په امنیتي او استخباراتي ادارو کې لاسوهنه کوي، چې په اړه یې باید ولسي جرګې ته ځواب ووایي.
د ولسي جرګي غړي د امرالله صالح په اړه وایي، دا ډول کارونه غیرقانوني او د امنیتي او استخباراتي ادارو روحیه کمزورې کوي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري چهار شنبه عمومي ناستې ته په وینا کې وویل، د اساسي قانون مطابق درې واړه امنیتي ادارې دنده لري چې د خلکو ژوند او امنیت خوندي.
د نوموړي په خبره، دا چې امرالله صالح په ښکاره امنیتي ادارو کې لاسوهنه کوي، نو په اړه یې ولسي جرګې ته باید ځواب ورکړي.
په ورته مهال په ولسي جرګه کې د غزني خلکو استازی شاهګل رضایي وایي، د جمهور رییس لومړي مرستیال، د ملي امنیت شورا سلاکار او په ټوله کې د امنیتي ادارو چارواکي باید دغې جرګې ته وغوښتل شي.
خو بل لور ته یو شمېر د ولسي جرګې غړو د امرالله صالح غوښتل د قانون خلاف کار وبلل.
د دې جرګې غړی عبدالقیوم سجاد وایي، د هغوی د دندو او صلاحیتونو پر اساس چې قانون دغه مجلس ته ورکړي، د امنیتي مسایلو په اړه د ځواب ویلو لپاره افراد او مسولین مشخص دي.
بلخوا، د ولسي جرګي رییس میررحمان رحماني وایي، د جمهور رییس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د امنیتي ادارو نور مشران به د شنبه ورځ غونډې ته راوبلل شي.
دغه غبرګونونه وروسته له هغې راځي چې له تېرې میاشتې راهیسې د کابل ښار امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی او له امله یې اوس د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح ددغه ښار د امنیت خوندیتوب په موخه مټې رابډوهلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


