دوی وايي، اوس یې هم پر وړاندې جنسيتي تبعيض موجود دی او په بېلابېلو برخو کې ورته د رسنيو د مسوولينو له خوا محدوديتونه وضع کېږي.
د ښځينه خبريالانو په خبره، د هېواد په ډېر شمېر سياسي، اقتصادي او نورو مهمو مسايلو کې ښځينه خبريالانو ته ډېر چانس نهورکول کېږي.
دوی ټينګار کوي، په ډېر مواردو کې کله چې يوه رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوې، نو لومړی یې له ښځينه خبريالانو سره په يو اړخیز ډول قرارداد پای ته رسولی.
هيلۍ شېرزاد وويل:
«په ډېرو مواردو کې ښځينه خبريالانو ته د دې زمينه نه برابرېږي، څو ځان ثابت کړي، دوی ته محدوديتونه وضع کېږي او پر وړاندې یې تبعیض موجود دی، د هېواد په مهمو مسايلو کې د ښځينه خبريالانو په پرتله نارينه خبريالانو ته لومړيتوب ورکول کېږي.»
په ورته وخت کې د کليد ګروپ مشره نجيبه ايوبي بيا وايي، اوسنيو ستونزو او شرایطو ته په کتو د ښځينه خبريالانو کار خورا ستونزمن دی.
نوموړې زياته کړه، اوس هم په کابل کې داسې رسنۍ شته چې هېڅ ښځينه خبرياله نهلري.
د ايوبي په خبره، په دوحه کې د ښځينه خبريالانو حضور مهم دی او تمه لري چې په راتلونکي کې هلته د ښځينه حضور پراخ شي.
نوموړې وويل:
«په شلو کلونو کې ډېر کار شوی، خو ستونزې زياتې دي او موږ لاسته رواړنې نهشو ليدلی، اوس هم په کابل کې داسې رسنۍ شته چې يوه ښځينه خبرياله هم نهلري، زما وړاندیز د اطلاعاتو او کلتور او د مخابراتو او مالوماتۍ ټکنالوژۍ وزارتونو ته دا دی چې کله رسنۍ خپل کلنی جواز تمديدوي او يا که کومه نوې رسنۍ غواړي جواز ترلاسه کړي، نو اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د دوی رییسه او مديره هيت غړي وګوري چې څومره ښځو ته یې ځای ورکړی او ترې پوښتنه وشي چې د ښځو ځای ستاسو په رسنۍ کې کوم دی.»
بلخوا د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د جندر برخې مسووله وحيده فیضي وايي، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله د خبريالانو پر وړاندې د ټولو ثبت شويو قضيو له ډلې ۷۵ یې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضیې دي.
فیضي وويل:
«۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله د خبريالانو پر وړاندې د ټولو ثبت شويو قضيو له ډلې ۷۵ یې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضیې دي، په دې کې د قتل، سپکاوي، ناسم چلند، د قراردونو فسخه کېدل او داسې نورې قضیې شاملې دي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين عبدلمنان شيوای شرق بيا ډاډ څرګندوي چې د دغو ستونزو د هواري په برخه کې به اساسي بدلون رامنځته شي.
نوموړي زياته کړه، د ۳۱ ښځينه خبريالانو نوملړ یې د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ دوحې ته استولی دی.
شيوای شرق وويل:
«زه ژمنه کوم چې تر راتلونکو درېيو مياشتو کې به په دې برخه کې يو اساسي بدلون رامنځته شي، زه خبر يم چې په رسينو کې له ښځينه خبريالانو سره تبعیض کېږي، ناسم چلند کېږي، محدوديتونه ورته وضع کېږي، دې ستونزو ته به موږ رسېدنه وکړو.»
دا لومړی ځل نهدی چې ښځينه خبريالانې د خپلو رسنیزو فعاليتونو په برخه کې له شته ستونزو اندېښنه څرګندوي، تر دې مخکې هم دوی ورته اندېښنې درلودې.
که څه هم اطلاعات او کلتور وزارت ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي او په رسنيو کې به د ډېرو ښځينه خبريالانو حضور ته زمینه برابره کړي، وبه کتل شي چې کړې ژمنې به عملي بڼه خپله کړي او که نه؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


