د امریکایي رسنیو په وینا، بایډن تر اوسه په نیویارک، ایلینوي، ویرجینیا، مریلنډ، نیوجرسي او د امریکا د ګڼو نورو ایالاتونو د رایو په تر لاسه کولو بریالی شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا اوسني جمهور رییس هم د الکټرال ۱۱۴ رایې تر لاسه کړې او په نبراسکا، غربي ویرجینیا، الاباما او ورته نورو ایالاتونو کې بریالی شوی دی.
تر اوسه د فلوریډا ایالت رای شمېرنه نه ده شوې.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د امریکا پر وخت د سه شنبې په سهار پیل شوې او تر اوسه دوام لري.


