ads

په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۱ ته ورسېد

د ترکیې په ازمیر ښار کې د تېرې جمعې ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۱ تنو ته لوړ شو.

محمدخان بریال
13 لړم 1399
په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۱ ته ورسېد

د جمعې په مازدیګر ۶.۶ درجې زلزلې د ترکیې او یونان ځینې برخې ولړزولې چې په پایله کې یې څو ودانۍ ونړېدې.
ترکي چارواکي وایي، د یادې زلزلې له کبله ۹۱ تنه وژل شوي او ۱۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د یونان حکومتي چارواکو دا خبره کړې چې د سامو په جزیره کې هم دوو تنو د یادې زلزلې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې تر څنګ تر ۶۵ ساعتونو او پلټنو تېرېدو وروسته یوه ماشومه ژوندۍ ژغورل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې تر زلزلې وروسته د ترکیې په ځینو نورو برخو کې سېلابونه هم راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA